16 هغه ډېره ښائسته جينۍ وه او لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو او راوختله.
چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې.
کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.
د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه.
فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو،
بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.
زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“