Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:14
22 Iomraidhean Croise  

خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“


زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى.


د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتو‌اېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو.


هغې ووئيل، ”وڅښه، صاحِبه.“ او هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او چې هغۀ اوبۀ څښلې نو منګے يې ورته نيولے وو.


چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“


زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ.


کۀ هغه ما له او زما اوښانو له هم اوبۀ ورکول وغواړى، چې دا هم هغه ښځه وى چې تا زما د نېک د زوئ دپاره خوښه کړې ده.


يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.


کله چې تۀ د تُوت د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې روان يم د دې دپاره چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“


انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى.


”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“


او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم.


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”د خُدائ پاک نه لږ تپوس وکړه چې مونږ به په خپل سفر کښې کامياب شُو او کۀ نه.“


جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.


ټيک ده، زۀ به په درمند باندې دا وړۍ وغوړوم. خو کۀ په سحر کښې پرخه صِرف په وړۍ باندې وى او په زمکه باندې نۀ وى، نو ما ته به پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو بچ کولو دپاره به تۀ ما استعمالوې.“


کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan