13 زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى.
کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې.
چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“
زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ.
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“
د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.