12 نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه.
څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“
د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه.
هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“
چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه.
ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.
په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“
هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“
اِسحاق ورته وفرمائيل، ”زما زويه، دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“
او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.
کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“
تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.
بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې.
قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“
د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربانګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.
هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو.
مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.
بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،
اے مالِکه خُدايه مونږه بچ کړه، اے مالِکه خُدايه مونږ ته کاميابى راکړه.
د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه، ”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.
ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى.
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.
زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،