11 کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې.
چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه.
چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه.
چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“
د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.