Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:10
19 Iomraidhean Croise  

چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.


ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.


تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.


تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.


څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى،


يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،


چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.


نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،


بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو.


چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه.


حنون بادشاه او عمونيانو ته پته ولګېده چې هغوئ داؤد بادشاه غصه کړے دے، نو هغوئ څلور دېرش زره کلو سپين زر ورکړل چې د برنى مسوپتاميه او د شامى علاقو معکه او ضوباه نه جنګى ګاډۍ او د ګاډو چلوونکى په مزدورۍ ونيسى.


يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه،


کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan