9 چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“
عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“
”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“
او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ
دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ شُو.
نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.
هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“
خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“
د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.
هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو.