Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 23:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 23:18
8 Iomraidhean Croise  

د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت،


عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“


د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه


د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو.


همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې،


د ښار ټول خلق د همور او شِکم په خبره باندې راضى شول او ټول نران سنت شول.


او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنم‌ايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل.


نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan