15 ”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“
عِفرون جواب ورکړو چې،
هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله.
”بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.
هر يو کس چې په دې مردمشمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.
چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار او غريب به يو برابر ورکوى.
د تول دپاره معيارى پېمانه به د سپينو زرو سيکه وى او يوه سيکه به شل جيرې وى. او شپېتۀ سيکې به د يوې منا په اندازه وى.“