Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 22:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 22:9
23 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.


نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.


بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله.


اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو.


نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.


بيا هغۀ لرګى په قربان‌ګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل،


مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربان‌ګاه ښکرونو سره وتړئ.


بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.


هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.


هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.


مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“


او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.


نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.


نو کله چې زمونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئ اِسحاق په قربان‌ګاه د قربانۍ په طور پېش کړو نو ولې هغه په دې کار سره صادق نۀ شو څۀ؟


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan