21 مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمواېل،
څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى،
کَسِد، حزو، فِلداس، اِدلاف او بتواېل، د رِبقه پلار. د اِبراهيم د ورور نحور، د ښځې مِلکاه نه دا اتۀ زامن پېدا شول.
د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.
په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بېداغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.
نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.
او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،
د ددان، تيما او بُوز ښارونو او هغه ټولو خلقو ته څوک چې لرې اوسېدل،
بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.