Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 22:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 22:17
50 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.


مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“


زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى.


او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“


د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بير‌لحى‌روۍ ته نزدې اوسېدو.


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.


قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.


هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“


هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“


هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عِيسو دپاره دا تُحفې خوښې کړې، دوه سوه چېلۍ او شل چېلى، دوه سوه ګډې او شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوَيى، شل خرې او لس خرۀ.


زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې.


د يهوداه او د اِسرائيل خلق د سمندر په غاړه د شګو په شان بې‌شمېره وُو، هغوئ خوراک څښاک کولو او خوشحاله وُو.


سليمان بادشاه په عصيون‌جابر کښې ډېر سمندرى جهازُونه هم جوړ کړل، عصيون‌جابر د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه دے او ايلات ته نزدې دے.


د کومو خلقو عُمر چې د شلو کالو نه کم وو نو داؤد بادشاه د هغوئ مردم‌شمارى ونۀ کړه، ځکه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه چې هغه به بنى اِسرائيليان د آسمان د ستورو په شان ډېر تېر کړى.


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.


خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“


ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بې‌شمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“


تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.


زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره زيات کړم.“


خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“


هغه وخت په خپلو وروڼو باندې ”عمى“ يعنې ”زما خلق“ او خپلو خوېندو باندې ”رحامه“ يعنې ”چې په چا رحم شوے وى“ نومونه کېږدئ.


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.


مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دې تاسو يو په زر زيات کړى او هغه دې تاسو دولتمند کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.


د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.


نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بې‌شمېره اولاد پېدا شو.


هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ به تا له په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم.“


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan