پېدايښت 22:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 ”مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل اېک يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، Faic an caibideil |
خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.