4 او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو.
خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى.
په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.
او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.
نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.