32 چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابىمَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل.
فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى.
خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله.
اِبراهيم ابىمَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه.
نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه.
اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو.
ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ او څاروى او د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلستيانو هغه بد لګېدو.
د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابىمَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.
نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“
د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.
چې کله د مِصر فِرعون خلق تلو ته پرېښودل، نو خُدائ پاک دوئ په هغه لار بونۀ تلل کومه چې د درياب په غاړه د فلستيانو علاقې ته تلې وه، اګر چې دا لار لنډه وه. خُدائ پاک وفرمائيل، ”زۀ دا نۀ غواړم چې دا خلق پښېمانه شى او مِصر ته راواپس شى چې هغوئ ته دا پته ولګى چې په هغوئ جنګ راروان دے.“
بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.
يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.