27 اِبراهيم ابىمَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه.
خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله.
ابىمَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“
اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جدا کړې،
نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“
رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.
تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى.
خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.
بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،
دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى.
زما وروڼو او خوېندو، زۀ درته د روزمره ژوند مثال درکوم. چې د يو کس د چا سره تړون وشى، نو بيا په کښې نۀ څۀ زياتېدے شى او نۀ څۀ منسوخ کېدے شى.
يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.