25 يوه ورځ، اِبراهيم ابىمَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“
نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.)
نو اِبراهيم ورسره قَسم وکړو.
ابىمَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“
هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“
يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.
کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه.
څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده.
کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.
هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.