Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 21:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 21:2
12 Iomraidhean Croise  

خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.


خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“


يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.


داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“


بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده.


نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.


ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“


نو دا ليکلے شوى دى چې د اِبراهيم دوه زامن وُو، يو د وينځې نه او بل د آزادې ښځې نه وو.


هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.


بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan