17 چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.
څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“
تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے.
د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله
او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“
د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بىبى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“
خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“
مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.
په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“
ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.
خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.
نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.
تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.
کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم،
ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“
نو مونږ د خپل پلار نيکۀ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او زمونږ تکليف، سختۍ او غم يې وليدو.
او هغوئ ته يې چغه کړه. د دان سړى راوګرځېدل او د ميکاه نه يې تپوس وکړو، ”څۀ چل دے چې دومره ډېر خلق راغونډ شوى يئ؟“
ساؤل د پټى نه غوَيى روان کړى وُو او تپوس يې وکړو، ”څۀ شوى دى؟ دا خلق ولې ژاړى؟“ چې کوم خبر پېغام وړونکو د يبيس نه راوړے وو نو هغوئ هغه ورته بيان کړو.