Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 21:12
8 Iomraidhean Croise  

خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.


خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“


د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.


خو صحيفې څۀ وائى چې، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به د آزادې ښځې د زوئ په ميراث کښې شريک نۀ وى.“


کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“


او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.


نو بيا هغوئ ته غوږ کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan