4 خو ابىمَلِک ګوتې هم نۀ وې وروړې او هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ بېګناه يم. تۀ به ما او زما خلق تباه کوې څۀ؟
ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو
اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“
خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بېګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“
داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردمشمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“