2 هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابىمَلِک ترې ساره بوتلې وه.
نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله.
هغه په رښتيا زما خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د خپلې مور لور نۀ ده او ما هغه وادۀ کړه.
تقريباً هم په هغه وخت ابىمَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى،
د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابىمَلِک له ورَغلو.
ابىمَلِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمونږ د مُلک نه بهر شه. تۀ زمونږ نه زيات تکړه شوے يې.“
کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.
د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.
خو د مريسه د ښار د دوداواهو زوئ اِلىعزر يهوسفط له خبردارے ورکړو، ”تا د اخزياه سره اِتحاد کړے دے، په دې وجه چې تا څۀ جوړ کړى دى نو مالِک خُدائ به هغه تباه کړى.“ نو سمندرى جهازُونه تباه شول او هيڅکله په سمندر کښې ونۀ چلېدل.
او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.
کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،