16 هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بېګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“
نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابىمَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابىمَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.
اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“
او د اِبراهيم نوکر نه يې تپوس وکړو، ”هغه سړے چې په پټى کښې زمونږ طرف ته راروان دے څوک دے؟“ نوکر جواب ورکړو، ”هغه زما نېک دے.“ نو هغې څادر واخستلو او خپل مخ يې پټ کړو.
ابىمَلِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو، ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“
څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده.
د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.