Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 20:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 20:15
5 Iomraidhean Croise  

ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“


نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“


خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور در‌واپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“


نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“


خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan