14 بيا ابىمَلِک ساره واپس اِبراهيم ته ورکړه، هم هغه وخت يې هغۀ ته ګډې، څاروى او نوکران هم ورکړل.
د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل.
اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.
هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابىمَلِک ترې ساره بوتلې وه.
خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“
تقريباً هم په هغه وخت ابىمَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى،
خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،