7 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل،
خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله.
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.
په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو.
چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى،
د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے.
ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم.
نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،
د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“
مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ.
زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،
خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل او وې فرمائيل، ”خُدايه پاکه، ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“
”مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې، هر څيز له ساه ورکوونکے يې، زۀ دا سوال کوم چې يو داسې سړے مقرر کړه چې د دې قوم لار ښودنه کوى
بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ.
نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.
نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟
هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“
اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے.
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.
ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بىبى حوا.
د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟