3 هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.
او داسې ټول کائنات پېدا شول. کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل،
تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.
په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.
ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې او د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ.
د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.
ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.
ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.
عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره.
بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.