2 خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.
په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.
ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“
”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،
نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“
خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.
ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.
ځکه چې هغۀ په يوه موقع د اوومې ورځې په حقله داسې وفرمائيل چې، ”او خُدائ پاک په خپلو کارونو پوره کولو سره په اوومه ورځ څۀ ونۀ کړل.“