خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“