Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:8
12 Iomraidhean Croise  

زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ.


روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“


هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بد‌کاره دى.


هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بې‌عزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى.


اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.


هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.


لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.


خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بې‌اخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.


ګورئ، دلته د هغۀ وينځه او زما لور ده چې وادۀ شوې نۀ ده. زۀ به اوس هغوئ ستاسو دپاره بهر راوباسم او څۀ مو چې خوښه وى ورسره يې وکړئ، خو د دې سړى سره داسې بد کار مۀ کوئ.“


د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan