7 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ.
د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو.
لوط بهر ووتلو او ځان پسې يې دروازه بند کړه.
ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“
يو نر دې هم د بل نر کس سره جنسى تعلقات نۀ ساتى، دا يو بد عمل دے.
کۀ يو سړے د بل سړى سره جنسى تعلقات وساتى، هغوئ يو شرمناک کار کړے دے او دواړه به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.
هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.
هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول،
اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.
خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بېاخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.
د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو.