34 بله ورځ مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”تېره شپه زۀ د هغۀ سره څملاستم، اوس راځه چې نن شپه يې بيا نشه کړُو او تۀ د هغۀ سره څمله. نو مونږ دواړه به د پلار نه اُميدوارې شُو.“
په هغه شپه هغوئ هغۀ له مے ورکړل او مشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو هغه دومره نشه وو چې پته ورته ونۀ لګېده.
نو هغه شپه هغوئ هغه بيا نشه کړو او کشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو بيا هم هغه دومره نشه وو چې هغۀ ته هيڅ پته ونۀ لګېده.
د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.
نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.
اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.