31 نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى.
نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله.
ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بىبى ته به يې سپک کتل.
هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى.
بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.
په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.
کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“
هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.
کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.