30 لوط يرېدو چې په ضُعر کښې پاتې شى، نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره پاس غرونو ته لاړو او دوئ په يو غار کښې اوسېدل.
لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)
ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،
بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“
تاسو زما سره ډېر ښۀ کړى دى او زما ژوند مو بچ کړو. خو غرونه ډېر زيات لرې دى، تباهى به زما په سر راشى او هلته رسېدو نه مخکښې به زۀ مړ شم.
تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلىعالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلتشليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.
د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے.
داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.