Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:3
18 Iomraidhean Croise  

او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“


چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.


او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“


اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو.


يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى.


خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.


نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى.


بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.


هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو.


نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.


ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه.


هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan