Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:29
21 Iomraidhean Croise  

دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،


زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل.


نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.


زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه.


ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه.


ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.


ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه، کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.


هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى، او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،


په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،


د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.


مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى، خو هغه به ټول شريران تباه کړى.


زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بې‌بها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.


زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


خپل خِدمت کوونکے اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه او د دې خلقو ضد، بدکارۍ او ګناه ته مۀ ګوره.


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بې‌دينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan