27 په بله ورځ سحر وختى اِبراهيم هغه ځائ ته تېز لاړو چرته چې هغه د مالِک خُدائ په حضور کښې مخکښې ولاړ وو.
هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى.
زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.
زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.
په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.