Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:24
29 Iomraidhean Croise  

لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)


ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې،


نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم.


نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو.


هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“


د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے.


هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.


نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے.


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.


ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.


هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بې‌رحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى،


خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بې‌ايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“


لکه څنګه چې سدوم او عموره، او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو باندې تباهى راغلې وه، نو ادوم به هم هغه شان تباه شى، هلته به هيڅ څوک نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


لکه څنګه چې خُدائ پاک سدوم او عموره، سره د ګاونډيانو تباه کړل هم هغه شان به بابل هم تباه کړى. مالِک خُدائ فرمائى چې، نو هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى او نۀ به يو انسان په کښې ژوند کوى.


زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“


زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم حال د دغه ښار نه زيات د زغملو وى.


د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى.


په راتلونکى نسلونو کښې ستاسو اولاد او د لرې مُلکونو مسافر به هغه تباهى او تکليفونه وګورى چې مالِک خُدائ ستاسو په مُلک باندې راوستلى وى.


پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو.


او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو.


دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.


هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan