22 زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.
لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)
د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنىاب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه.
هغۀ جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به ستا خبره ومنم. زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.
نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو.
اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.
د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلىعالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلتشليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.
هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل.
د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے.
تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى.
کۀ مونږ بېوفا شُو خو هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى.“
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.