Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:2
15 Iomraidhean Croise  

کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ.


په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو


خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه.


او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“


هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول.


بيا هغۀ اورِياه ته ووئيل، ”کور ته لاړ شه او لږ آرام وکړه.“ اورِياه لاړو او داؤد د هغۀ کور ته يوه تُحفه ولېږله.


ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.


د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تۀ ډېر ورځې نو کېدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى.


ما خو جامې ويستلې دينه، نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ ما خپلې پښې وينځلې دينه، بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟


بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې.


بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan