Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 سحر وختى فرښتو کوشش وکړو چې لوط تېز شى. هغوئ وفرمائيل، ”زر شه، خپله ښځه او دوه لوڼه روانې کړه او ووځه، نو داسې به تاسو نۀ مړۀ کېږئ چې کله ښار تباه کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:15
11 Iomraidhean Croise  

بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.


خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل.


بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“


زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.


هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.


ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.


بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan