Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:13
21 Iomraidhean Croise  

چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.


بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى.


هغه دوو سړو لوط ته وفرمائيل، ”کۀ دلته ستا نور څوک وى لکه زامن، لوڼه، زُومان او يا ستا نور خپلوان په دې ښار کښې وى، نو د دې ځائ نه يې بهر کړه،


خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.


ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“


په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.


دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.


زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بې‌ساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم.


”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“


نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.


دا ټول افتونه به په تاسو راشى او دا افتونه به ستاسو تر تباهۍ پورې تاسو سره وى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه او په هغه ټول قانون باندې تاسو عمل ونۀ کړو چې هغۀ درکړے وو.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.


دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan