Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 19:1
15 Iomraidhean Croise  

دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،


ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې،


بيا هغه سړى روان شول او يو داسې ځائ ته لاړل چې د کوم ځائ نه يې سدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو دپاره ورسره لاړو.


بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو.


خو هغه دننه دوو سړو ورمنډه کړل، لوط يې کور ته واپس راښکلو او دروازه يې بند کړه.


او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“


يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو


بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.


کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،


ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.


په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى، شرابيان مې په بې‌عزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.


او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan