Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 18:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 18:9
8 Iomraidhean Croise  

يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.


هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو.


بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.


خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“


لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو.


مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“


او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.


او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan