31 اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“
اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم.
اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“
اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.