Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 18:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 18:30
12 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“


اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“


يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.


”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.


اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،


د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.


هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.


نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما ته مۀ غصه کېږه، ما له اجازت راکړه چې صِرف يوه خبره وکړم. ما لږ پرېږده چې په وړۍ باندې يو بل آزمېښت وکړم. دا ځل پرېږده چې وړۍ اوچه وى او زمکه لمده وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan