3 اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم.
هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو،
کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ.
او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“
زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“
نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.
تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“
نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه.
فرښتې هغۀ له حُکم ورکړو، ”غوښه او روټۍ په دې ګټ باندې کېږده او ښوروا ورباندې واچوه.“ نو جدعون هم داسې وکړل.