Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 18:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 18:27
18 Iomraidhean Croise  

خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“


بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.


د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“


ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى.


هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم.


نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.


اے مالِکه خُدايه، انسان څۀ دے چې تۀ يې خيال ساتې، د انسان زوئ څۀ دے چې تۀ يې فکر کوې؟


انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟


خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟


بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.


نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.


کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan