24 کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې څۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې دپاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟
اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“
ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.
کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.
د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.