17 نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم.
زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“
بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“
ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو
خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.